افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټلیفوني تماس له لارې د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه تلېفوني خبرې پرون پنشنبې د وري ۱۴ مه مازیګر مهال شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي د پاکستان د پوځ مشر په دې تلېفوني اړیکه کې ښاغلي غني ته د بیا ولسمشر کېدو او دغه راز له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.
خبرپاڼه وايي، جنرال باجوه همداراز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د همه شموله پلاوي د ټاکلو په هرکلي، د طالبانو ډلې سره د سولې مذاکراتو د پرمخ بېولو هیله وکړه.
سرچینه زیاتوي، چې د کرونا ویروس سره ګډه مبارزه، سوداګري او ترانزیټ له ولسمشر غني سره د پاکستان د پوځ لوی درستیز د بحث نور مسایل وو.
خبرپاڼه وايي، دواړو لورو کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله همکاري اړینه وبلله او د دواړو هیوادونو پر ګډو هڅو یې ټینګار وکړ.
دواړو هیوادونو همدا راز موافقه وکړه چې افغانستان ته به د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو د افغان سوداګرو مالونه ژر تر ژره افغانستان ته راولېږدول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل