د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس تازه ۱۳ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې ۹ یې پلازمېنه کابل کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن پنشنبې د وري ۱۴ مه ماښام ناوخته رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي، چې د کرونا ۱۳ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له ثبت شویو پېښو څخه ۹ پیښې په کابل کې،۲ پکتیا،یوه په کندهار او یوه په بغلان کې ثبت شوې دي.
د یادونې ده، چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته ورسېده، چې څلور ترې مړه شوي او ۱۵ نور جوړ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل