۰
بیلي هاتچیسن:

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ملاتړ کوو، طالبان د بریدونه وردوي

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره بیلي هاتچیسن وايي، دوی د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي پلاوړی هرکلی او ملاتړ کوي.
د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ملاتړ کوو، طالبان د بریدونه وردوي
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیره بیلي هاتچیسن وايي، دوی د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي پلاوړی هرکلی او ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  مېرمن هاتچیسن پرون چهارشنبې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په درشل کې یوې خبري غونډې ته و ویل، چې طالبان باید بریدونه ودروي.

نوموړې ویلي، د افغان حکومت مرکچي پلاوی د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي او دا پلاوی به وتوانېږي، چې له طالب استازو سره د سولې پر یوې داسې موافقې کار وکړي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

هغې زیاته کړې«موږ بین‌الافغاني خبرو ته ډېر نږدې یو او هیله لرو د افغان حکومت له خوا ټاکل شوې ډله به له طالبانو سره کېني او د سولې  یوه داسې موافقه وکړي، چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.»

خو په وینا یې دوی د هغو د پایلو په اړه ډېر محتاط دي، ځکه امریکا د حکومت او نورو سیاسي مشرانو څخه غواړي چې سره یوځای شي او د دې هڅې لپاره یو موټی شي.

په ورته وخت کې د ناټو سازمانو کې د امریکا سفیري مېرمن هاتچیسن  پر طالبانو هم غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ژمنه ودرېږي.

نوموړې په دې وروستیو کې پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي، دا کار باید ودرول شي، څو افغانان خپل یو داسې حکومت ولري چې د سولې په فضا کې خلکو ته خدمت وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو سازمان هم ورته څرګندونې کړې وې.

افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره ۲۱ کسیزه پلاوی وټاکه.

خو د دغه پلاوی تر اعلان وروسته طالبانو ورسره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دغه پلاوی د ټولو خلکو استازیتوب نه شي کولی او نه هم د دوی د اصولي دریځ او امریکا سره د کړې هوکړې مطابق دی.

د طالبانو دغه دریځ ته افغان حکومت تند غبرګون وښود او ویې ویل، چې د پلاوی ټاکل د افغان حکومت کار دی نه د طالبانو.

په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي وو افغان حکومت یو ټول شموله پلاوی ټاکلی او طالبان دې د سولې پر وړاندې خنډونه نه جوړي.

هغه زیاته کړې وه، که طالبان د افغان حکومت پر پلاوی نیوکې کوي او پلمې  لتوي نو بیا د افغان حکومت هم حق جوړېږي، چې د طالبانو پر پلاوي نیوکې او نظر ولري او وپوښتي، چې دوی د ټولنې د کوم قشر استازیتوب کوي او په پلاوي کې یې مېرمنې ولې ځای نه لري.

تر دې وروسته په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي هم د طالبانو دغه څرګندونو ته غبرګون وښودل او ویې ویل، چې په سوله او جګړه کې څوک د مقابل لوري د دریځ ټاکلو حق نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي