۰
د چین سفیر:

کروناویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، د کرونا ویروس د ننګونې سربېره دغه ویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی.
کروناویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وايي، د کرونا ویروس د ننګونې سربېره دغه ویروس د افغانستان د سولې لپاره یو فرصت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو، چې نن پنشنبې د وري ۱۴ مه افغان حکومت ته د خپل هېواد مرستې سپارلي د ولسمشر له دوهم مرستیال سروردانش سره په ګډ خبري کنفرانس کې و ویل، هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې د یو منځګړي، آسانچاري او ملاتړي په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چین هیله لري، تر څو افغان سیاسي ډلې په خپل ذهن کې د خپل هېواد د راتلونکې یو لوی انځور مجسم کړي او د افغانستان د خلکو ګټې  په پام کې ونیسي.

د چین سفیر دا هم و ویل، دوی تمه لري، چې  افغانستان کې د کرونا ویروس سره د مخنیوي تر څنګ د سولې لپاره هم هڅې وکړي او سوله ټینګه شي.

ښاغلي وانګ یو ټینګار وکړ چې هېواد به یې د ټولو افغان اړخونو غوښتنو ته په درناوي د سولې په پروسه کې خپل رغوونکی رول ولوبوي.

د یادونې ده، چې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره د چین د روغتیايي مرستو لومړنۍ جوپه د پنجشنبې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

د افغان حکومت د معلوماتو په اساس د چین په مرستو کې د کروناویروس د تشخیصولو لس زره کېټونه، د هوا جوړولو دوه دستګاوې او د اکسیجن دوه ماشینونه شامل دي.

د چین د دولت سربېره یو شمیر چینايي شرکتونو هم د کروناویروس ضد مبارزې لپاره له افغانستان سره مرستو ته چمتوالی ښودلی دی.

په افغانستان کې تراوسه ۲۳۹ تنه د کروناویروس په ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې څلور تنه مړه شوي او لس تنه بېرته روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي