۰
د ناټو سرمشني:

افغانستان کې د یووالي پر بنسټ د قوي حکومت غوښتونکي یو

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان په افغانستان کې د یووالي پر بنسټ د یوه قوي حکومت غوښتونکی دی.
افغانستان کې د یووالي پر بنسټ د قوي حکومت غوښتونکي یو
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان په افغانستان کې د یووالي پر بنسټ د یوه قوي حکومت غوښتونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ نن پنشنبې د وري ۱۴ مه په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې پر یووالي او د قوي حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، دوی په افغانستان کې روان سیاسي وضعیت له نږدې څاري اوله سیاسي کشمکشونو خبر دي.

د هغه په وینا ناټو له ټولو سیاستوالو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې سره یو شي او په خپلو کې شته ستونزې دې د خبرو او یووالي پر مټ حل کړي.

دی وايي، د دې وخت دی چې په افغانستان کې یو پیاوړی، متحد او پر یووالي ولاړ حکومت رامنځ ته شي او هغه حکومت بیا له طالبانو سره د سولې خبرې مخ ته یوسي.

د ناټو عمومي منشي زیاته کړې، چې یاد سازمان په افغانستان کې د ټولو اړخونو له ګډون د جوړ شوي قوي حکومت غوښتونکې ده.

د ناټو عمومي منشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم د پخواني اجرایه رییس او ولسمشر غني ترمنځ د واک پر سر ناندرۍ روانې دي.

خو په دې وروستیو کې د یو شمېر سیاسیونو له خوا هڅې پیل شوي تر څو دغه کړکېچ پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي