۰

کرونا په نړۍ کې تر اوسه ۴۷ زره تنه مړه کړي او ۹۳۵ زره نور پرې اخته دي

پنجشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
د وروستیو راپورونو او معلوماتو له مخې کرونا په نړۍ کې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده او دا مهال په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۵۸۱ تنو ته رسېدلی دی.
کرونا په نړۍ کې تر اوسه ۴۷ زره تنه مړه کړي او ۹۳۵ زره نور پرې اخته دي
د وروستیو راپورونو او معلوماتو له مخې کرونا په نړۍ کې په چټکۍ مخ په خپرېدو ده او دا مهال په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۳۵۵۸۱ تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز د یاد ویروس له امله تر اوسه په نړۍ کې ۴۷۲۲۳ کسه مړه شوي هم دي او ۱۹۴۲۶۰ کسه تر اوسه ترې رغېدلي دي.

امریکا لا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې تر اوسه په کې ۲۱۵۰۸۱ کسه په کرونا اخته دي، او ۵۱۰۹ امریکایان یې تر اوسه وژلي دي.

ایټالیا کې مثبتې پېښې ۱۱۰۵۷۴ د مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۱۵۵ کسه دی.

هسپانیا کې اخته کسان ۱۰۴۱۱۸ او مړه شوي بیا ۹۳۸۷ کسانو ته رسېدلي دي.

چین کې ۸۱۵۵۴، جرمني کې ۷۷۰۸۱، فرانسه کې ۵۶۹۸۹، ایران کې ۴۷۵۹۳، برېتانیا کې ۲۹۴۷۷۴، ترکیه کې ۱۵۶۷۹، پاکستان کې ۲۱۱۸، هند کې ۱۹۹۸ او سعودي عربستان کې ۱۷۲۰ او افغانستان کې ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي