د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته ورسېدې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکي وایي په تېرو ساعتونو کې یې په لابراتوارونو کې لسګونه مشکوکې پېښې څېړلې دي.
سرچینه زیاتوي، چې له څېړل شویو پېښو په هرات کې د ۴۱ ناروغانو پایله مثبته وه.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې هم دوې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۳۹ اوښتی دی.
عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د پراختیا په تړاو اندېښنه ښيي او پر خلکو غږ کوي چې د دوی سپارښتنو ته پام وکړي.
یاد وزارت له خلکو غوښتي چې ګرځبندیز رعایت کړي، په کورونو کې پاتې شي، روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي او خپله کورنۍ ددغه ویروس له شره وژغوري.
جمهورخبري آژانس:کابل