۰

محمد داود سلطان زوی د کابل ښاروال په توګه وټاکل شو

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۹
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس محمد داود سلطان زوی په خارج رتبه بست کې د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.
محمد داود سلطان زوی د کابل ښاروال په توګه وټاکل شو
ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په اساس محمد داود سلطان زوی په خارج رتبه بست کې د کابل ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړی چې  په هېواد کې یوه پېژندل شوې څېره ده، له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي او د ولسمشر غني سلاکار وو.

د یادونې ده ښاغلی سلطان زوی پر داسې مهال د کابل ښاروال په توګه ټاکل کېږي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښاروالي د سرپرست له خوا اداره کېدله.

باید و ویل شي، چې ولسمشر تر دې یوه ورځ وړاندې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه ټاکلی او  دغه راز یې محمد شاکرکارګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه ټاکلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي