۰

افغان حکومت کابل ته د طالبانو د راغلي پلاوي سره لیدلي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۲
د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت د زندانیانو د خلاصون په اړه کابل ته د طالبانو د راغلي پلاوي سره لیدلي دي.
افغان حکومت کابل ته د طالبانو د راغلي پلاوي سره لیدلي
د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت د زندانیانو د خلاصون په اړه کابل ته د طالبانو د راغلي پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د پلاوي درې تنه غړي پرون کابل ته راغلي و، چې د امنیت شورا په وینا د افغان حکومت له استازو سره یې د زندانیانو د خلاصون په اړه مخامخ خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا نن چهارشنبه (وري۱۳) پر خپل ټوېټر لیکلي، افغان حکومت تېره ورځ د طالب استازو کوربه و او په یادو خبرو کې پرمختګ هم شوې دی.

د امنیت شورا پدې بیان کې راغلي«د افغانستان اسلامي جمهوریت تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د پلاوي کوربه و، دواړو لورو د افغان حکومت او طالب زندانیانو د ازادولو په اړه مخامخ خبرې وکړې، دغه خبرې چې د سره صلیب لخوا یې نظارت کېده دواړو لورو موافقه وکړه چې نن به هم په دې اړه خبرو وته دوام ورکوي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دغه خبرې چې پرون سې شنبه تر سره شوي د بندیانو ازادولو په اړه د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکي برخه کې پرمختګ شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو پلاوی د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته راځي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

طالبانو هم تېره ورځ خبر ورکړ چې د دوی یو درې کسیز پلاوی د بندیانو ازادولو په اړه د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی دی، د دغه کسانو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو ویلي چې یاد پلاوی به د بندیانو د خلاصون د جریان څارنه کوي او په تخنیکي برخه کې به اقدامات کوي.

د افغان حکومت او طالب استازو تر دې وړاندې د خپلو بندیانو خلاصولو په اړه درې ځله مخامخ د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي