۰

کندهار کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوه هوايي برید او افغان ځواکونو د کمین په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کندهار کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوه هوايي برید او افغان ځواکونو د کمین په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د یاد ولایت په شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې اوښتې  ده.

د کندهار امنیه قوماندان پاسوال تادین خان پر خپل ټوټېټر لیکلي، چې په خاکرېزولسوالۍ کې د یوه کمین په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي وايي په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پولیسو تر منځ نښته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې لومړی وسله والو طالبانو په ماڼو سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړه چې وروسته هوايي قواوو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل.

ځايي امنیتي  سرچینې وايي، هوايي برید د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک کړی او ۱۱ طالبان په کې وژل شوي، خو د کندهار د پولیسو ویاند په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي