سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوه هوايي برید او افغان ځواکونو د کمین په ترڅ کې ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله د یاد ولایت په شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کې اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندان پاسوال تادین خان پر خپل ټوټېټر لیکلي، چې په خاکرېزولسوالۍ کې د یوه کمین په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي وايي په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پولیسو تر منځ نښته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې لومړی وسله والو طالبانو په ماڼو سیمه کې د پوليسو پر مرکزونو ډله ییز بریدونه وکړه چې وروسته هوايي قواوو پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل.
ځايي امنیتي سرچینې وايي، هوايي برید د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواک کړی او ۱۱ طالبان په کې وژل شوي، خو د کندهار د پولیسو ویاند په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو هم تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار