۰
اضطرار کميټه:

یوه میاشت کې به څلوېښت زره کسانو ته کار زمینه برابره شي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
افغان حکومت وایي، د یوې میاشتې په اوږدو کې به څلوېښت زره کسانو د کار او شغل زمینه برابره کړي.
یوه میاشت کې به څلوېښت زره کسانو ته کار زمینه برابره شي
افغان حکومت وایي، د یوې میاشتې په اوږدو کې به څلوېښت زره کسانو د کار او شغل زمینه برابره کړي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د افغان حکومت د اضطرار کمېټې په غونډه کې ولسمشر غني د ملي انکشاف له ادارې غوښتي چې د خلکو بېوزلۍ او ستونزو ته په پام دې ژر تر ژره څلوېښت زره کسانو د کار او روزګار زمینه برابره کړي.

د ملي انکشاف ادارې مشر عبدالرحمن عطاش هم په دې غونډه کې ویلي، په یوه هفته کې به د څلوېښت زره کسانو د تدریجي استخدام پروسه پیل شي.

په غونډه کې بېوزله کسانو او بېځایه شوو ته د غنمو د وېش پر طرحه هم خبرې شوې دي.

په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه شوې چې سر له نن به د کابل او هرات ترمنځ پروازونه بندېږي او موخه یې هم د کرونا ویروس د پراختیا او لېږد مخنیوی ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي