۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۹۶ ته ورسېدلې

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د ۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۹۶ ته ورسېدلې
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د ۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې له ۹ تازه ثبت شویو پېښو څخه ۶ یې په کابل، یوه یوه په بغلان، پکتیکا او غزني ولایتونو کې دي.

په دې سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۹۶ تنو ته رسېدلی، چې څلور ترې مړه شوي او پنځه نور رغېدلي دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر بیا تر ۸ سوه زره اوښتی، چې تر ۴۰ زره زیات کسان یې مړه کړي دي.

د مرګ ژوبلې له پلوه امریکا لا هم په لومړي سر کې ده، ورپسې ایټالیا، هسپانیه چین او ایران دي، چې کرونا ډېر خلک په کې نیولي او مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي