۰

یوناما: افغان سیاسیون دې د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۲
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د ځانګړي استازي دفتر له ټولو افغان سیاسي ډلو ټپلو غوښتي چې خپل اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.
یوناما: افغان سیاسیون دې د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت د ځانګړي استازي دفتر له ټولو افغان سیاسي ډلو ټپلو غوښتي چې خپل اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یوناما مرستیالې انګریډ هایډن پرون سه شنبې د وري ۱۲ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د سیاسي‌ او امنیتي حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړې په خپلو خبرو په افغانستان کې د انتخاباتي لانجو، د ولسمشر محمد اشرف غني‌ او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له لوري د لوړې د ګډو مراسمو، طالبانو سره د سولې د خبرو، کروناویروس سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي په ټولو افغان سیاسي ډلو غږ وکړ چې ګډ کار وکړي او د افغانستان د خلکو لپاره دې خپل سیاسي اختلافات په سوله ایز ډول حل کړي.

مېرمن هایډن وویل«اوس د بې اتفاقۍ وخت نه دی. اوس د سیاست، درک او شمولیت وخت دی. د افغانانو ګټې- د ښځو ځوانانو د حقونو په ګډون- باید تر هر څه مخکې وي.»

دغه رازې هغې زیاته کړې، نړۍ د کرونا سره په مبارزه کې په خپلو خولو کې ډوبه ده او افغانستان ته ښايي چې باید د نړیوالو سرچینو د جذب کولو لپاره غوره دلیل ولري.

نوموړې ویلي د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت لپاره لویه پوښتنه دا ده چې ایا مشران یې د یو دایمي سولې د ترلاسه کولو په خاطر له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپلو کې سره یو ځای کېدای شي کنه؟

د یوناما مرستیاله داسې مهال له افغان سیاستوالو غواړي چې اختلافات په خبرو حل کړي چې لا هم د ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ترمنځ شته ستونزې حل شوي نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي