۰

عبدالله د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم ملاتړ وکړه

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۳
پخواني اجرايي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د اعلان شوي‌ مذاکراتي ټیم ننګه وکړه.
عبدالله د افغان حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم ملاتړ وکړه
پخواني اجرايي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د خبرو لپاره د اعلان شوي‌ مذاکراتي ټیم ننګه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله پرون سه شنبې د وري ۱۲ مه په خپل ټویټر لیکلي‌، د همه شمول ټیم جوړول د بین الافغاني مذاکراتو په لور یو مهم ګام دی.

نوموړي زیاته کړې، د ټیم په اړه د درک وړ ځینې اندېښنې شته دي خو د مذاکراتو ټیم د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او زموږ د ملي ګټو نمایندګي کوي.

هغه په دې اړه زیاته کړې«موږ وخت لرو چې د ټیم له لوري د راپور ورکولو په میکانیزم او د صلاحیت په سرچینو یې خبرې وکړو.»

افغان حکومت څو ورځې مخکې د معصوم ستانکزي په مشرۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته د ۲۱ کسانو یو ډله اعلان کړه.

په دغې ډلې کې د حکومت او په افغانستان کې د نورو بېلابېلو سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي شامل دي.

امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو هم د دغه پلاوي د ټاکل کېدو او اعلان هرکلی وکړ، او دا یې د سولې لپاره یو مهم ګام وابله.

خو وسله والو طالبانو پر دغه پلاوی له دې امله نیوکه وکړه، چې د دوی په باور دغه پلاوی د اصولي دریځ او د هغه هوکړې خلاف دی،  چې دوی له امریکا سره کړی.

د طالبانو دې دریځ ته تند غبرګون وښودل او ویې ویل، چې د پلاوی ټاکولو صلاحیت د افغان حکومت سره دی نه له طالبانو سره.

افغان حکومت وايي، که چېرې طالبان د دوی په پلاوی نیوکې ولري نو بیا د افغان حکومت هم حق جوړېږي، چې د دوی د پلاوي پر څرنګوالي نیوکه او نظر ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي