۰

د طالبانو د پلاوي ۳ غړي د زندانیانو د خلاصون لپاره کابل ته راغلي

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۱
طالبان وايي، د دوی د زندانیانو د خلاصون پلاوي درې ته غړي کابل ته رسېدلي تر څو د افغان حکومت له خوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو پروسې باندې څار وکړي.
د طالبانو د پلاوي ۳ غړي د زندانیانو د خلاصون لپاره کابل ته راغلي
طالبان وايي، د دوی د زندانیانو د خلاصون پلاوي درې ته غړي کابل ته رسېدلي تر څو د افغان حکومت له خوا د خپلو زندانیانو د خوشي کولو پروسې باندې څار وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دغه درې کسیزه پلاوی پرون سه شنبې د وري ۱۲ مه کابل ته رسېدلی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو د بندیانو خوشې کول د قطر پلازمېنه دوحه کې د دغې ډلې او امریکا ترمنځ د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د هوکړې یوه برخه وه.

افغان حکومت تر اوسه کابل ته د طالبانو د پلاوي د رارسېدو په اړه تبصره نه‎ ده کړې.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي چې افغان حکومت او طالبانو د دغې ډلې د بندیانو په اړه د مخامخ خبرو لپاره کابل ته د دغه پلاوي پر راستولو هوکړه کړې ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې د امریکا په مشرۍ د ګډو نړیوالو ځواکونو له لوري د طالبانو رژیم د نسکورولو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې یو رسمي پلاوی کابل ته راځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي