۰

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۴ ته ورسېدې

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۵
د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۵ نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره ټولې پېښې ۱۷۴ ته ورسېدې.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۷۴ ته ورسېدې
د افغانستان روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۵ نورو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره ټولې پېښې ۱۷۴ ته ورسېدې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وايي، د یادو پېښو څخه ۲۱ یې په هرات، دوې په کندهار او یوه ـ یوه هم په نیمروز او دایکندي کې ثبت شوې ده.

په دې سره په هرات ولایت کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.

روغتیا وزارت وايي، د قاطع ملاتړ څلور سرتیري چې په کرونا اخته شوي په یادو ارقامو کې شامل نه دي.

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس څخه د څلورو تنو د مړه کېدو او پنځو تنو بېرته جوړېدو راپور ورکړل شوی دی.

د دغه ویروس د لا پراخېدو مخنیوي په هدف د پلازمېنې کابل ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم قسمي ګرځ بندیز اعلان شوی دی.

ګڼې دولتي ادارې، تعلیمي او ښوونیز مرکزونه او هغه پلورنځۍ چې اړتیا یې کمه لیدل کیږي تړلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي