د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه په غونډه کې د هېواد پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې اترې شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه غونډه پرون ماښام په چهار چینو مانې کې وشوه.
خبرپاڼه وايي، په دې غونډه کې، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت پر بحث سربېره، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په لګښتونو په ځانګړي ډول په تېلو، ترمیماتو، خریداریو او سون توکو کې د لوړ لګښت د مخنیوي په موخه د برېښنا انرژۍ سره د امنیتي ځواکونو د ټولو مرکزونو نښلولو په اړه بحث وشو.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې په لګښتونو کې د سپما په تطبیق سره، نه یوازې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په امتیازاتو او د خدمتونو وړاندې کولو کې کموالی نه راځي.
بلکې په وینا یې په دغه اقدام به د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مؤثریت او د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالي مثبت اغېز وکړي.
په دې غونډه کې څرګنده شوه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په فعال دفاعي حالت کې قرار لري او په قاطعیت د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل