د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد شاکر کارګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشرد اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم پر اساس، د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام دفتر عمومي رئیس په توګه د محمد شاکر کارګر ټاکل کېدل منظور کړل.
محمد شاکر کارګر د هیواد پېژندل شوې څېره ده، په افغانستان کې د سیاست او حکومتولۍ په برخه کې ډېره کاري سابقه لري.
نوموړي په تېر کې د لنډمهاله ادارې د مرستیال، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر، د اوبو او برېښنا وزیر، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي، په اذربایجان کې سفیر او د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او په ګډو ګټو هیوادونو کې د جمهوررئیس د ځانګړي استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل