۰

د افغانستان پر روغتیايي سیستم د سره صلیب اندېښنه

سی شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه ښودلې چې له مرستو پرته د افغانستان روغتیايي سیستم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو نه دی.
د افغانستان پر روغتیايي سیستم د سره صلیب اندېښنه
د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه ښودلې چې له مرستو پرته د افغانستان روغتیايي سیستم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره چمتو نه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې کمېټې دوشنبې (وري۱۱) په اعلامیې کې ویلي ‌دي هغه هېوادونه چې جګړې په کې روانې دي د کروناویروس سره مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پیتر مویرر وايي، کووید۱۹ پرمختللي روغتیایي سیستمونه تر فشار لاندې نيولي.

هغه زیاته کړې«په ډېرو سیمو کې چې موږ کار کوو د مراقبت د ابتدايي زیربناو له نشتوالي سره مخامخ دي او د بېړنیو حالاتو لپاره زیربناوې نه لري. موږ اندېښمن یو که د دغه ویروس د مخنیوي لپاره سملاسي اقدام ونشي، په نړۍ کې به یو شمېر آسیب پذیرې ټولنې سختې وځپي.»

سره صلیب وايی په جنګ کې ګېر هېوادونه لکه افغانستان، یمن، سوریه، جنوبي سودان او ناجریا له ابتدايي ضرورتونو لکه د څښاک پاکې اوبه، درمل او صابون له کموالي سره مخامخ دي.

دا کمېټه وایي‌ جګړو په دغو هېوادونو کې مدیریتي‌ او نور ظرفیتونه ځپلي دي او له همدې کبله په دغو هېوادونو کې د کروناویروس د لا خپرېدو اندېښنې زیاتې دي.

سره صلیب وايي له جګړه ځپلو هېوادونو سره د نړیوالې ټولنې او سازمانونو مرستې ډېرې ضروري دي.

د یادونې ده، چې د سره صلیب کمېتې او سره میاشت تېره اونۍ له هغو هېوادونو سره چې د کروناویروس سره مبارزې لپاره محدود امکانات لري د ۸۰۰ میلیون سویسي فرانګ مرسته وغوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي