۰

هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی دی

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۵
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
هرات کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې  امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي، دغه موټر د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ځانګړو پولیسو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په کنګ کلي کې یو لړ عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې دغه موټر نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه موټر کې څلور زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاي پر ځای شوي و او طالبانو غوښتل له دغه توکو د سړک د غاړې ماین جوړولو کې وکاروي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي