۰

دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په زابل ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا له سختې ماتې سره مخ شوي دي.
دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي
ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په زابل ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د وري ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه وکړل.

دفاع وزارت وايي، د طالبانو په بریدونو کې شپږ افغان پوځیان شهیدان شوي، خو په ځوابیه برید کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم دفاع وزارت د طالبانو د تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې تر سختې ماتې خوړولو وروسته طالبان په شاه تښتېدلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې و ویل، دا چې طالبان په خپلو شکنجه خونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان زندانیان نه لري، نو د دغه زندانیانو د پوره کولو لپاره یې  په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او ولسي وګړي برمته کوي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي