۰
پاکستاني پولیس:

طالبان د علي وزیر د وژلو هوډ لري\ وزیر، چا چې زیان راورسولو امنیتي ادارې یې مسوولې دي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
د پاکستان پولیسو ویلی، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
طالبان د علي وزیر د وژلو هوډ لري\ وزیر، چا چې زیان راورسولو امنیتي ادارې یې مسوولې دي
د پاکستان پولیسو ویلی، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو ویلي، طالبان د علي وزیر د وژلو هوډ لري او دوی په دې اړه علي وزیر ته معلومات ورکړي دي.

د دغه ګواښ په اړه د پاکستان پولیسو په دیره اسماعیل خان کې علي وزیر ته معلومات ورکړي او هغه ته یې سپارښتنه کړې چې پرځان پام و ساتي.

علی وزیر  هم تایید کړې، چې ( ډي پي او) ده ته تلیفون کړی او ورته ویلي یې دي چې د ( تحریک طالبان سجنا ګروپ) د ده د ترور پلان لري.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي چې په ۲۰۰۴ کال کې په واڼه کې د علي وزیر پلار، مرزا اتعالم او پنځه تنه نور کسان هم د تحریک طالبان پاکستان له خوا وژل شوي وو.

خو د پي ټي اېم مخکښ مشر علي وزیر وایي، د امنیتي ادارو دا خبرې له پېښې سره اړخ نه لګوي.

علي وزیر ویلي«د دوی دا خبره خو ځکه له دلایلو سره مطابقت نه خوري چې په ۲۰۰۵ کې هغه وخت تحریک طالبان هېڅ جوړ شوی هم نه و.»

د هغه په وینا پخوا هم د ده د مرګ هڅې شوې وې او زیاته کړې یې ده«د ارمان په جلسه کې فائیرېنګ وشو، بیا په ۲۰۱۸ کې په واڼه کې، او بیا د خړکمر پېښه چې پر موږ فائیرېنګ وشو، خو حمله کوونکي کامیاب نه شول.»

علي وزیر زیاتوي«ما پخوا هم ویلي، هر قسم نقصان چې راورسیږي، سیکوریټي ادارې یې ‌ذمه وارې دي. موږ پخپله لاره نېغ روان یو، زموږ سوچ او فکر او ضمیر صفا دی. موږ د قوم د حق لپاره هر قسم دهمکیو ته ولاړ یو. له هېچا ویره نه خورو.»

 د یادونې ده، چې تېر کال د خړکمر په پېښه کې د پوځیانو له طرفه د پي ټي اېم پر غړو ډزې وشوې، او علي وزیر هم هلته ونیول شو چې څو میاشتې یې په بند کې تیرې کړلې.

د علي وزیر تر څنګ د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی محسن داوړ هم ونیوه او څو میاشتې یې بندي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي