۰

افغان حکومت او طالبانو بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د ملي امنیت شوا وايي، د افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانود بندیانو کمېسیون او سیاسي استازو تر منځ بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
افغان حکومت او طالبانو بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې
د ملي امنیت شوا وايي، د افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانود بندیانو کمېسیون او سیاسي استازو تر منځ بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو شورا زیاتوي، چې په دغه کنفرانس کې دواړو لورو د بندیانو پر موضوع خبرې اترې کړې دي.

ملي امنیت شورا پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، طالبان به د نړیوال سره صلیب په ملاتړ خپل یو ټیم کابل ته راولېږي چې افغان حکومت به یې په بګرام کې کوربه توب وکړي تر څو د زندانیانو پر خلاصون کار ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کنفرانس کي د امریکا سفارت، د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال سره صلیب استازو هم حضور درلود.

د ملي امنیت شورا د وینا پاڼې له مخې، دواړو لوریو توافق کړی چې، کابل ته د طالبانو د ټیم تر راتګ وروسته به مخامخ نور تخنیکي بحثونه کوي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو څو ورځو کې درېیم ویډیويي کنفرانس دی، چې د افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانو د استازو تر منځ کېږي.

د دوه مخکنیو کنفرانس تر سره کېدو وروسته ټاکل شوې وه د طالبانو پلاوی درې ورځې وړاندې کابل ته ولاړ شي، خو د بیلابیلو لاملونو له کبله یې سفر ځنډیدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي