۰

ناټو: ښکېل اړخونه دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
ناټو: ښکېل اړخونه دې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، افغانستان د کرونا ویروس له اړخه له خطر سره مخ دی نو له دې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او جګړې ودروي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټول اړخونه باید په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو او کورنا ضد مبارزه کې برخه واخلي.

د ناټو سرمنشي ویلي افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له خطر سره مخ دی او په وینا یې که جګړې او تاوتریخوالی هم دوام وکړي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پرافغان ځواکونو د طالبانو بریدونو زور اخیستی او له دې سره تر څنګ په هېواد کې د کرونا ویروس پېښې هم مخ پر زیاتېدو دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي