۰
لیندسي ګراهام:

امریکا به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.
امریکا به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي
مشهور امریکايي سناتور لیندسي ګراهام په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګراهام دغه څرګندونې واشنګټن کې له افغان سفیرې رویا رحماني سره لیدنه کې کړې دي.

د افغان سفارت د معلوماتو پر اساس نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې امریکا له افغان ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکړي او د دغه ځواکونو ملاتړ به وکړي.

ګراهام په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه روانه ده او امریکا به د سولې هوکړې له لاسلیک سره سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي.

دغه امریکايي سناتور همدارنګه هیله څرګنده کړې چې د سولې روان بهیر وکړی شي چې په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله تامین کړي.

سناتور ګراهام د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم خبرې کړې دي او په خبره یې که په افغانستان کې جګړه ختمېږي نو د بهرنیو ځواکونو حضور ته هم اړتیا نه پېښېږي.

دغه امریکايي سناتور یادې څرکندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشرانو تر منځ د کړکېچ له امله پر افغانستان یو میلیارد ډالر مرسته بنده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي