۰
استاد سیاف:

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی ټولشموله اود ټول افغانستان د ارادې ممثل دی

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
جهادي مشر او حراست او ثبات شورا رییس استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی.
د افغان دولت مذاکراتي پلاوی ټولشموله اود ټول افغانستان د ارادې ممثل دی
جهادي مشر او حراست او ثبات شورا رییس استاد عبدالرب الرسول سیاف د افغان حکومت له لوري طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې استاد سیاف ویلي، دغه پلاوی هر اړخیزه، ټول شموله او د ټول افغانستان د ارادې ممثل دی.

ښاغلي سیاف رسنیو ته په یوه لېږلي ویډيويي پیغام کې زیاته کړې، په دغه پلاوي کې د افغانستان د هر سیاسي جریان لوري او ګوند استازي راټول دي او دی د تشویش وړ کومه خبره نه په کې ویني.

د هغه په وینا په دغه پلاوي کې علما، ښځې، تکنوکراتان، د پوهنتون استادان، پوهان، د پاخه عمر او ځوان عمر لرونکي کسان ځای شوي دي او دی یې ملاتړ کوي.

استاد سیاف ویلي« دوی چې هر څوک او د هر قوم خلک دي د افغانستان د ګټو دفاع به کوي، دا د ټول افغانستان پلاوی دی، موږ ته یې قوم مهم نه دی موږ ته مهمه ده چې د افغانستان مصالح وساتي او سولې ته راسخه او قاطعانه اراده ولري.»

ښاغلي سیاف پر ټولو لوریو غږ کړی چې د دغه پلاوي ملاتړ وکړي او خبرداری یې ورکړی که څوک د دغه پلاوي مخالفت کوي نو دا به اصلا د سولې له پروسې سره مخالفت او د افغاني مذاکراتو په پروسه کې د خنډ اچولو او ورته د زیان رسولو په معنا وي.

د یادونې ده، چې تر دې  وړاندې امریکا، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ناټو هم د افغان حکومت له لوري د اعلان شوي پلاوي هرکلي او ملاتړ وکړ او دا یې یو ټول شموله پلاوی وباله.

خو وسله والو طالبانو د یوې  اعلامیې په خپرولو سره د دغه پلاوي مخالفت وکړ او ویې ويل، چې دغه پلاوی د ټولو خوا استازیتوب نه شي کولی او نه هم د دوی د اصولو او هغه هوکړې سره چې د امریکا سره یې کړې سمون لري.

د طالبانو دغه غبرګون ته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا لیکلي چې په سوله او جګړه کې څوک د خپل رقیب د غوره کولو انتخاب نه‌لري.

رولاند کوبیا پرون د مارچ په ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي، که طالبان غواړي د مقابل لوري د مذاکرو د پلاوي پر څرنګوالي خبرې وکړي باید پر خپل لوري هم خبرې ومني او وګوري چې دوی د ټولنې څومره استازیتوب کولاۍ شي.

رولاند کوبیا طالبانو ته لیکلي«ستاسو خوا ښځې چېرته دي؟»

په ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم نن و ویل، چې طالبان حق نه لري، چې د افغان حکومت له خوا د ټاکل شوي پلاوی پر څرنګوالي خبرې وکړي.

هغه وايي، دوی د طالبانو پر پلاوی هېڅ ډول نیوکې نه لري، چې څوک او څنګه یې ټاکي خو په وینا یې که طالبان د افغان حکومت پر پلاوي نیوکې لري، نو بیا افغان حکومت هم د دوی پر پلاوي ملاحظات لرلی شي.

وحید عمر د افغان حکومت د پلاوی په اړه د طالبانو دریځ ته په غبرګون کې وايي، چې دا په قصدي ډول د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کول دي.

ښاغلي عمر زیاته کړه، چې افغان حکومت یو ټول شموله پلاوی ټاکلی او د سولې لپاره یې ټول عملي اقدامات کړي او اوس د طالبانو وار دی، چې پلمې پرېږدي، پلاوی وټاکي او د سولې لپاره عملي اقدامات وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي