۰
سیاسیون:

طالبان هڅه کوي، د دولت پر ځای له معامله ګرو افرادو سره خبرو ته داخل شي

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۵
د افغان حکومت له مرکچي پلاوی سره د طالبانو تر مخالفت وروسته ځینې سیاسي شنوونکي وايي، طالبان هڅه کوي، د دولت پر ځای له معامله ګرو افرادو او ډلو سره خبرو ته ولاړ شي.
طالبان هڅه کوي، د دولت پر ځای له معامله ګرو افرادو سره خبرو ته داخل شي
د افغان حکومت له مرکچي پلاوی سره د طالبانو تر مخالفت وروسته ځینې سیاسي شنوونکي وايي، طالبان هڅه کوي، د دولت پر ځای له معامله ګرو افرادو او ډلو سره خبرو ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره ۲۱ کسیزه پلاوی د تېرې جمعې په ورځ وټاکه، چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی کوي.

که څه هم د حکومت له دغه پلاوي، امریکا، ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې هم هرکلی وکړ او ټول شموله یې وباله خو طالبانو ورسره مخالفت وښود.

طالبان وايي، دا پلاوی د دوی د اصولي دریځ او د هغه هوکړې، چې د دوی او امریکا تر منځ شوې خلاف دی.

دوی ټینګار کړی، چې افغان حکومت باید په دغه پلاوی کې د یوه لوري په توګه مطرح شي نه د حکومت خو افغان حکومت وايي، د پلاوی ټاکلو کار د دولت اړوند دی نه د طالبانو.

د طالبانو همدې مخالفت ته په کتو ځینې سیاسي شنوونکي وايي، طالبان هڅه کوي د دولت پر ځای د هغه افرادو او ډلو سره خبرې وکړې، چې معامله ګر دي او ملي ګټې ورته لومړیتوب نه لري.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، طالبان دا حق نه لري، چې د جمهوریت له لوري ټاکل شوی پلاوی په خپله خوښه وټاکي.

هغه زیاته کړې، دا خبرداری ښيي، چې د افغانانو یووالي څومره اهمیت لري او څومره ترې ځینې کړۍ په ویره کې دي.

په ورته وخت د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري هم ویلي، پلاوی له سلامشورو وروسته ټاکل شوي چې یو ټول شموله او د افغانستان ملي ګټې ورته لومړیتوب لري.

د هغې په وینا د افغان حکومت له لوري پلاوی ټاکل په حکومت پورې تړاو لري نه په طالبانو پورې.

د سیاسي چارو شنونکی اکبرجان فولاد هم په دې باور دی، چې طالبان هڅه کوي، چې د دولت پر ځای له ډلو ټپلو او معامله ګرو افرادو سره خبرې وکړي.

نوموړي نن یکشنبې د وري ۱۰ مه جمهور خبري آژانس ته خبرو کې و ویل، طالبان پر دې ښه پوهېږي، چې که د افغانستان د حکومت سره طرف واقع شي نو په دې صورت کې د افغانستان ملي ګټې خوندي کېږي نه د دوی غوښتې.

هغه زیاته کړه«امریکایانو یوه لویه تېروتنه وکړه، دا کار یې یا په قصدي ډول کړی او یا یې دا چې طالبانو ته یې یو کاذبه اشتها ورکړې، تر څو هغوی افغان حکومت او د افغانستان خلک په نظر کې ونه نیسي.

نوموړي و ویل، همدې ته په کتو طالبان اوس فکر کوي، چې دوی باید د خبرو پر مېز له زبرځواکو سره مخ، خبرې ورسره وکړي، په داسې حال کې، چې د ده په وینا د طالبانو له لوري د غیر معقولو شرایطو په وړاندې کولو سره دوی په اصل کې سوله نه غواړي.

ښاغلي فولاد په ټينګار سره و ویل«طالبان هڅه کوي، له هغه چا سره خبرو ته داخل او کښني، چې دا ۴۰ کاله یې د افغانستان او افغانانو په برخلیک لوبې کړې، شخصي ګټو ته یې په ملي هغو لومړیتوب ورکړی، نه واحد دریځ لري او نه ملي ګتې ورته مهمې دي، بلکې معامله ګرۍ ښې کولی شي، نو همدې ته په کتو طالبان هم له دوی سره په خبرو کې خپله بریا ویني.»

دی وایي، طالبان او پنجابیان په دې ښه پوهېږي، چې که طالبان له افغان حکومت سره طرف واقع شي، نو په دې صورت کې د افغانستان ملي ګټې خوندي کېږي نه د دوی غوښتې.

فولاد وايي همدې ته په کتو طالبان هڅه کوي، چې له معامله ګرو افرادو او ډلو سره معاملې ته داخل شي نو ځکه یې د افغان حکومت له ټاکل شوي پلاوی سره مخالفت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، که طالبان هڅه کوي له څو پلاویو سره خبرې وکړي، دا کار امکان نه لري.

نوموړی وايي، افغان حکومت یو ټول شموله پلاوی چې د ټولو اړخونو استازیتوب په کې دی ټاکلی او له طالبانو یې هم غوښتنه ده، چې پلاوی وټاکي تر څو بین الاافغاني خبرې پیل شي.

د عمر په وینا افغان حکومت د سولې لپاره ټول عملي اقدامات ترسره کړي، چې د پلاوی ټاکل یې وروستی هغه و او اوس په طالبانو پورې اړه لري، چې خپل پلاوی وټاکي او د سولې لپاره عملي اقدامات پیل کړي.

د ولسمشر سلاکار ټینګار وکړ، چې که طالبان د پلاوی سره د مخالفت په څېر مخالفتونو ته دوام ورکړي، نو دا په قصدي ډول د دغه ډلې له خوا د سولې پر وړاندې د خنډونو رامنځ ته کول دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي