۰

افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۱۷ تنه ورسېدې

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۴
په هرات او سرپل ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ۷ نورو مثبت پېښو په ثبتېتدو سره په هېواد کې د کرونا وریروس اخته کسانو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې د کرونا پېښې ۱۱۷ تنه ورسېدې
په هرات او سرپل ولایتونو کې د کرونا د ویروس د ۷ نورو مثبت پېښو په ثبتېتدو سره په هېواد کې د کرونا وریروس اخته کسانو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه تازه پېښې یوه په سرپل او شپږ هم په هرات ولایت کې ثبت شوې دي.

په دې سره د ناټو د څلور سرتېرو په شمول په افغانستان کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزات وایي، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې مشکوکې پېښې ثبت شوې، خو د مثبتو پېښو لوی شمیر په هرات، بلخ ،سمنګان، فراه او کابل ولایتونو کې دی.

عامې روغتیا وزارت وایي، پنځه کسان تر دامهاله له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي هم دي، خو څلور تنه ترې مړه شوي دي.

دغه وزارت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د دې ناروغۍ د مهار په برخه کې دې مرسته وکړي او روغتیايي ټیمونو ته دې د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې د فعالیت اجازه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، سره له دې چې په دې ناروغۍ د اتیا سلنه افغانانو د اخته کېدو اټکل شوی، خو که خلک د عامې روغتیا وزارت لارښونو ته پام وکړي او نظافت مراعات کړي، نو دغه ناروغي د مهار وړ ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي