۰

ننګرهار کې چاودنې یو دیني عالم او زوی یې وژلي دي

شنبی ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۶
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو دیني عالم او زوی یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې چاودنې یو دیني عالم او زوی یې وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو دیني عالم او زوی یې وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د وري ۹ مه ماسپښین مهال د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د دینې عالم مولوي شیدا په الټو ډوله موټر پسې د نښلول شوي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله مولوي شیدا او زوی یې محمد سلیم وژل شوي او دغه راز یو بل دیني عالم او یو بل تن ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپیان روغتون ته د درمنلې په موخه وړل شوي، خو روغتیايي حالت یې نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن ماسپښين د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې حوزې د بولان په سیمه کې هم په یوه کور کې چاودنه شوې، چې څلور ماشومان یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي