د حکومت او طالبانو تر منځ د زندانیانو په خلاصون کې بیا خنډ راغلی

9 حمل 1399 ساعت 14:27

په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه د طالب زندانیانو د خلاصون لپاره د طالبانو یو پلاوی کابل ته راشي، ویل کېږي په دغه پروسه کې کوم خنډ رامنځ ته شوی دی.


په داسې حال کې، چې ټاکل شوې وه د طالب زندانیانو د خلاصون لپاره د طالبانو یو پلاوی کابل ته راشي، ویل کېږي په دغه پروسه کې کوم خنډ رامنځ ته شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېدل دا پلاوی به له کندهار او ولایتونو څخه د سره صلیب په مرسته بګرام زندان کې د خپلو بندیانو د پېژندنې او تثبیت په خارط کابل ته راشي.

خو اوس د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، کابل ته د دغه پلاوی راتګ ځنډېدلی خو د ځنډ لامل یې په کره توګه نه دی په ډاګه کړی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه پلاوی به په لنډو ورځو کې کابل ته راشي، خو کره نېټه یې نه ده په کوته کړې.

فیصل زیاته کړې، طالبانو نه یوازې په اوربند هوکړه نه ده کړې، بلکې د تاوتریخوالي ډګ بریدونو او برمته نیونې ته یې زور ورکړی دی.

د هغه په وینا د طالبانو د دې کار په دوام د بندیانو شمېر په مداوم ډول تغیر کوي او د زندانیانو د خوشي کېدو موضوع چې قانوني او تخنیکي مسله ده، لا ورسره پېچلې کېږي.

فیصل دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا نن په خواله رسنیو د طالبانو د هغه پلاوی نوملړ هم خپور شوی، چې ټاکل شوې د زندانیانو د خلاصون لپاره کابل ته راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com