۰

د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ ماینونه کشف شوي دي

شنبی ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۹
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ د سړک د غاړې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ ماینونه کشف شوي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د کابل – غزني پر لویه لار ۱۱ کړۍ د سړک د غاړې ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت د لنډو معلوماتو په خپرولو سره ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یادې لارې د ارزولو او پاکولو پر مهال دغه ۱۱ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي.

سرچینې په کره توګه د دغه ماینونو د کشف ځای نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي، چې دغه ماینونه د کابل – غزني پر لویه لار کشف شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه ماینونه د وسله والو ترهګرو له خوا اېېښودل شوي او غوښتل یې د ملکي وګړو موټر پرې والوزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي