۰
هندي رسنۍ:

کابل د پر درمسال برید د آی اېس آی، لشکر طیبه او داعش ګډ پلان و

شنبی ۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۱
هندي رسنیو د خپل هېواد د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې کابل کې د اهل هنودو (سکانو) په درمل برید د پاکستان د استخباراتي ادارې، لشګر طیبه او داعش وسله والو ډلو ګډ پلان و.
کابل د پر درمسال برید د آی اېس آی، لشکر طیبه او داعش ګډ پلان و
هندي رسنیو د خپل هېواد د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې کابل کې د اهل هنودو (سکانو) په درمل برید د پاکستان د استخباراتي ادارې، لشګر طیبه او داعش وسله والو ډلو ګډ پلان و.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي استخباراتو د خپل هېواد رسنیو ته ویلي، د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی ایس آی په ۲۰۱۹ کې داعش ډلې ته سپارښتنه کړې وه تر څو په افغانستان کې هندي تاسیسات تر برید لاندې راولي.

سرچینه زیاتوي، همدې ته په کتو څو ورځې وړاندې داعش ډلې کابل کې د اهل هنودو په یوه درمسال برید وکړي.

د سرچینې په وینا دغه برید د لشکر طیبې یو مهم طراح مولوي اسلم فاروقي پلان کړی چې د آی ایس آی خاص مامور دی او د دغو عملیاتو په تنظیم کې یې رهبري پر غاړه درلوده.

هندي استخباراتو په ۲۰۱۹ کې هم خبر ورکړی و چې په افغانستان کې د هند پر ماموریتونو د برید طرحه شته او دا طارحه هم لشکر طیبه او داعش ته سپارل شوې ده.

د یادونې ده، چې کابل کې د تېرې چهار شنبې په ورځ یو تن ځانمرګي وسله وال د کابل په شوربازار سیمه کې د سکانو په یوه درمسال برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه و وژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست او طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي