افغان حکومت پلازمېنه کابل کې هم د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د ګرځبندیز پرېکړه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حکومت له کابل ښاریانو غوښتي، چې د درملو، طبي خدماتو او یا خوراکي توکو له پېرلو او اړین کار پرته نور له کورونو رانوځي.
له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې ویلي چې ټولې دولتي ادارې به د درېیو اوونیو لپاره بندې وي، خو یوازې به روغتیايي مرکزونه، د ښاروالۍ تنظیفات، له کرونا سره د مبارزې کمېټه او امنیتي ارګانونه کار ته دوام ورکړي.
حکومت په کابل کې تر دریو اونیو پورې د ګرځبندیز پرېکړه کړې او وايي سر له نن شنبې د وري ۹ مه به په ښار کې سخت امنیتي تدبیر عملي کړي.
بانکونه، صرافۍ، نانوایانې او د خوراکي موادو پلورنځي هم اجازه لري چې فعالیت ته دوام ورکړي.
حکومت دغه پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۴ تنو پورې رسېدلی دی.
د یادونې ده، چې تر کابل وړاندې په هرات، فران او نیمروز ښارونو کې هم ګرځبندیز اعلان شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل