۰

فرانسوي ځواکونه له عراق څخه وځي

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۲
فرانسه وایي، له عراق نه خپل ځواکونه د دې لپاره باسي، چې هغوی په خپل هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخینوي په برخه کې مرسته وکړي.
فرانسوي ځواکونه له عراق څخه وځي
فرانسه وایي، له عراق نه خپل ځواکونه د دې لپاره باسي، چې هغوی په خپل هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخینوي په برخه کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرانسوي چارواکو پرون وروسته له هغې دا پرېکړه وکړه، چې چک جمهوریت له عراق نه د ځواکونو ایستلو پرېکړه وکړه.

چک جمهوریت هم ویلي دوی ځکه له عراق څخه خپل ځواکونه باسي، چې په خپل هېواد کې د کرونا ویروس سره مبارزه کې مرسته وکړي.

د فرانسې دفاع وزیر ویلي، پاریس پرېکړه کړې، چې خپل ځواکونه تر دوهم خبرداري له عراق نه راوباسي.

د هغه په وینا که څه هم دوی خپل ۱۰۰ سرتېري له عراقه راباسي، خو په خبره‌یې عراق کې به د داعش په ضد د دوی عملیات دوام ولري.

د یادونې ده، چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له دې وړاندې ویلي و چې د دغه هېواد پوځیان باید د کرونا ویروس د مخنیوي په چارو کې ونډه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي