۰

افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان په مشروط ډول خوشي کوي

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۶
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت پرېکړه کړې، چې ۱۰۰ تنه طالب بندیان په مشروط ډول له زندان څخه خوشي کړي.
افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان په مشروط ډول خوشي کوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، حکومت پرېکړه کړې، چې ۱۰۰ تنه طالب بندیان په مشروط ډول له زندان څخه خوشي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا زیاته کړې، دغه پرېکړه د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د پرون چهارشنبې د ورځې ویډیويي کنفرانس او د بندیانو په اړه تر خبرو وروسته شوې.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپل ټوټېر پاڼه لیکلي، دا بندیان به د روانې سه شنبې (د وري ۱۲مې) پورې خوشي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان دولت د سولې د لومړني تماس ګروپ د ویډیويي کنفرانس له لارې د طالبانو سره د زندانیانو د خلاصون پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو خبرې وکړې.

دی وايي، تر نورو بحثونو وروسته به د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان مطابق د زندانیانو عمر روغتیایي حالت او د کرونا وایرس پر وړاندې اسیب پذیریو ته په کتلو سره، د مارچ تر ۳۱مې نېټې پور سل تنه زندانیان خوشي شي.

د هغه په وینا دغه طالب زندانیان به د بشري خواخوږۍ په پار د طالبانو د ډلې او زندانیانو څخه جنګ ته د بیا نه راګرځېدلو تر تضمین ترلاسه کولو وروسته خوشې شي.

ښاغلي فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې د افغان حکومت د تماس ډلې او د طالبانو د قطر استازو پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې څلور ساعته خبرې وکړې، چې د امریکا، قطر او سره صلیب استازو هم په کې برخه درلوده.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې پرېکړه شوې، چې د روانې میلادي مارچ میاشتې له ۳۱ مې وروسته به د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ پیل شي.

ویل کېږي، د زندانیانو د خلاصون لپاره به د طالبانو یو تخنیکي پلاوی هم د بګرام زندان ته راشي تر څو د خوشي کېدونکو زندانیانو د پېژندنې، تایید او خوشي کولو په برخه کې مرسته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي