د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغان دولت د سولې د تماس ډلې د ویډیويي کنفرانس له لارې د طالبانو د غړو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په یوه اوونۍ کې دوهم ویډیويي کنفراس دی، چې تر سره کېږي.
د افغان دولت د سولې د تماس ډلې او طالب استازو تر منځ دغه ویډیويي کنفرانس پرون ۴ بجې د امریکا، قطر او سره صلیب د استازو په شتون کې تر سره شوی او په کې زندانیانو پر خلاصون مفصلې خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا او طالبانو دواړو تایید کړې، چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې پرېکړه وشوه، چې د زندانیانو د خلاصون لړۍ به د مارچ په ۳۱ مه عملآ پیل شي.
ویل کېږي په دې ناسته کې پر دې هم پرېکړه شوې، چې طالبان به د خپلو زندانیانو د تصدیق لپاره خپل یو تخنکي پلاوی هم بګرام زندان ته لېږ تر څو د هغه پنځه زره زندانیانو د پېژندنې، تایید او خلاصون په برخه کې مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې د افغان دولت د تماس ډلې د وري ۳ مه هم د طالبانو سره د ویډیويي کفنرانس له لارې د زندانیانو پر خلاصون، تاوتریخوالي او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل