په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز هم وتړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مسوولین وایي، دوی به له سبا ورځې څخه وروسته هېڅ صراف ته په دغه سرای کې د کار اجازه ورنه کړي.
د صرافانو ټولنې مسوولین زیاتوي، چې د شنبې په ورځ به دا سرای د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د یو څه مودې لپاره وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت سره له نن ورځې په هرات، فراه او نیمروز په مرکزونو کې ګرځبندیز ولګاوه.
د یادونې ده چې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته رسېدلی او دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، که له جدي احتیاط څخه کار ونخستل شي، ښايي د هېواد له ۳۰ میلیونه نفوس څخه ۱۶ میلیونه په دغه ویروس اخته شي.
جمهورخبري آژانس:کابل