۰
جنرال مېلر:

که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، ځواب به یې وګوري

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۱
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر طالبانو غږ کړي، چې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.
که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي، ځواب به یې وګوري
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پر طالبانو غږ کړي، چې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر ټینګار کړی، که طالبان پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، بهرني ځواکونه به اړ شي، چې د دوی پر وړاندې لاس په کار شي.

هغه ویلي« طالبان مو په واضحو ټکو پوه کړي دي چې موږ نه یوازې د ځان بلکې د خپلو شریکانو په اړه هم دفاع کې جدي یوو، که هغوی برید کوي نو ځواب به یې وګوري، د دوی بریدونه د کورونا پر ضد مبارزه کې خنډ جوړوي.»

نوموړي ډاډ ورکړی چې بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او طالبان دې دوی نه مجبوروي چې پر ضد یې لاس په کار شي.

دغه امریکايي جنرال همدا راز کورونا ویروس په افغانستان کې جدي بللی او ویلي یې دي که تاوتریخوالی دوام وکړي د کورونا د مخنیوي چاره به سخته شي.

جنرال سکات میلر د جګړې په ټولو غاړو غږ کړی دی چې د کرونا سره د مبارزې لپاره دې باید تاوتریخوالی کم کړي.

د هغه په وینا په عادي وضعیت کې د کرونامخنیوی ستونزمن دي او د تاوتریخوالي پر مهال خو بیخي ناممکن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د کروناویروس په ټولې نړۍ اغیز کړی او دا هغه څه دي افغان او بهرني ځواکونه متاثره کوي.

سکاټ مېلر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې طالبانو یو ځل بیا پر افغان ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي