۰

هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۹
سیمه ییز چارواکي وایي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.
هلمند کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، هلمند ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د وري ۶ مه ناوخته د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په مرکزي برخه وڅکه سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، یو کس له خپلو دوه ماشومانو سره څلور مزدور کاران د خپل سپرلۍ په موټر کې لېږدول، چې د طالبانو له خوا اېښودل شوي ماین پرې چاودنه کې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله موټر چلوونکی، د هغه دوه ماشومان او څلور تنه مزدورکاران وژل شوي دي.

د والي ویاند وايي، طالبانو دغه ماین د امنیتي ځواکونو د موټریز کاروانونو لپاره اېښی و، خو ملکي وګړي یې قرباني شول.

که څه هم د والي ویاند زیاتوي، چې ماین طالبانو اېښی و، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي