۰

کابل کې د کرونا تازه پېښه ثبت شوې او هرات کې په ټولنه کې خوره شوې ده

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
د عامې روغتیا وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د کرونا د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره په تول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته ورسېد.
کابل کې د کرونا تازه پېښه ثبت شوې او هرات کې په ټولنه کې خوره شوې ده
د عامې روغتیا وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د کرونا د یوې تازه پېښې په ثبتېدو سره په تول هېواد کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته ورسېد.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار و ویل، کابل کې په کرونا اخته هغه کس دی، چې په یوه بهرني سفارت کې یې دنده درلوده، خو نوموړي د سفارت نوم ونه ښودل.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته ورسېده، چې ۵۴ یې په هرات ولایت کې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې کابل کې د پارلمان یو وکیل هم د کرونا شکمنه پېښه لري، چې معاینات یې روان دي او وروسته به یې پایله معلومه شي.

د هغه په وینا چې په هرات کې کرونا ویروس په تولنه کې خور شوی خو ښه خبره دا ده، چې د هرات تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې هم ګرځبندیز سر له نن څخه لګول شوی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت څلور سرتېري هم په کرونا اخته شوی، چې په دې سره په افغانستان کې د ټولو پېښو شمېر ۷۹ تنو ته رسېږي.

دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې ۴۰ زره د کرونا پېښې ثبت شوې، چې په ځینو ولایتونو کې یې مړینه هم له لسګونو اوښتې، خو په افغانستان کې هغه هم په هرات ولایت کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی وایي، دا په بلخ ولایت کې په کرونا د اخته کس د ژوند له لاسه ورکولو وروسته دوهم کس دی، چې په افغانستان کې د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې په هرات کې دا مهال ګرځبندیز لګېدلی او دا کار کولی شي، د کرونا د مخینوي په برخه کې تر ډېره مرسته وکړي.

هغه یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو ته جدي پاملرنه وکړي که نه له یوه لوی ناورین سره به مخ شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم و ویل، چې که د دوی د غوښتونو سره سم هوټلونه او د تجمعاتو ځایونه ونه تړل شي نو دوی به له امنیتي ځواکونو مرسته وغواړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي