۰

طالبان او افغان حکومت بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړي

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
ټاکل شوې افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانو د قطر دفتر د بندیانو د خلاصون ټیم تر منځ د دوهم ځل لپاره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وشي.
طالبان او افغان حکومت بیا د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړي
ټاکل شوې افغان حکومت د تماس ډلې او طالبانو د قطر دفتر د بندیانو د خلاصون ټیم تر منځ د دوهم ځل لپاره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې دغه ویډیويي کنفرنس به نن چهارشنبې د وري ۶ مه وشي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دوحې پر وخت دوه نیمې بجې به د طالبانو د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د سره صلیب، امریکا او افغان حکومت ټیمونه ویډیويي کنفرانس ولري.

شاهین زیاته کړې، چې دا ټیمونه به له امریکا سره د لاسلیک شوې موافقې پر اساس د طالبان د پنځه زره بندیانو د خلاصون او د افغان بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت او طالبانو په لومړي ځل د تېرې یکشنبې په ورځ د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې سره وکړې.

هغه مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي و، په دې ویدیوکنفرانس کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او هراړخیز او دایمي اوربند خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا زیاته کړې وه، چې دې ویدیوګنفرانس دوه نیم ساعته دوام وکړ او دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظرونه تبادله کړل څو د بندیانو خلاصون ته چاپېریال برابر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي