پلازمېنه کابل کې د سکانو په یوه درمسال وسله والو ډلیز برید کړی او دا مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو نن چهارشنبې د وری ۶ مه سهار شاوخوا ۷ بجې برید وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د برید پخلی کوي وايي، سیمې ته ځانګړي امنیتي ځواکونه راسېدلي دي.
د نوموړي په وینا تر اوسه د اهل هنود د دغه درمسال لومړی پوړ د امنیتي ځواکونو له خوا تصفیه شوی او ګڼ شمېر کسان یې ژغورلي دي.
دی وایي، افغان ځانګړي ځواکونه په پوره احتیاط سره هڅه کوي، چې نور پاتې کسان هم وژغوري.
تر اوسه پورې د دغه برید څخه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی او نه یې هم مسوولیت چا پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل