۰

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ

سی شنبه ۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۷
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کرونا د مخینوي په خاطر اوربند ته غاړه کېږدي.
ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو د اوربند کولو غږ وکړ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کرونا د مخینوي په خاطر اوربند ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن سه شنبې د وري ۵ مه د تلوېزیون له لارې ملت ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر او د امریکا له خوا له افغانستان د مرستو کمولو په اړه معلومات پیغام ورکاوه له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل«زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې د کرونا د مخنیوي د مثبت تاثیر لپاره دې اوربند ته غاړه کېږدي.»

ښاغلي غني و ویل دا چې کرونا یو خطرناکه ناروغي ده او دی د هېواد د ولسمشر په توګه د هغو خلکو مسوول هم دی چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي نو ځکه پر طالبانو غږ کوي، چې دغه کسانو سره د مرستې په خاطر دې اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې که طالبان اوربند ته غاړه کېنږدي او په راتلونکې کې خدای ج مه کړه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دغه ناروغي زیاته او زیان واړوي، نو مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو تر ثبت او په دې وروستیو کې د دغه ناروغۍ له پراختیا سره په وار وار حکومت او ان اروپايي ټولنې پر طالبانو غږ کړي، چې د یادې ناورغۍ د مخینوي په پار دې اوربند وکړي.

خو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت او اروپايي ټولنې دغه غوښتنې ته پام نه دی کړي، خو د کرونا د مخینوي په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې او موسیساتو سره د همکارۍ ټټر وهلی دی.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او یو تن یې وژلی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، که حکومت، خلک او طالبان د دوی سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو په راتلونکو دوه اونیو کې به دغه ناروغي نوره هم پراخه او هېواد به له یوه بشري ناروین سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي