۰

ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره کتلي

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره کتلي
ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو نن دوشنبې د وري ۴ مه په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

د ولسشمر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پانه لیکلي، چې ولسمشر غني په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

نوموړي په زیاته کړې، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، له هغې وروسته اقدامانو، د افغان سولې په اړه پر سیمه ییزې اجماع او دغه راز د افغانستان په امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې اترې کړې دي.

که څه هم صدیقي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي کابل ته د پمپیو د سفر موخه د طالبانو سره د امریکا د شوې هوکړې ژغورل دي.

په ورته وخت کې پر ټاکنو راپورته شویو سیاسي کړکېچونو ته په کتو داسې ویل کېږي، چې ښايي پمپیو د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د راپورته شوي سیاسي کړکېچ په هواري کې هم مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي