۰

المان خپلو وګړو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۶
کابل کې د المان سفارت له خپلو ټولو وګړو غوښتنه کړې ده چې په موقت ډول له افغانستان څخه ووځي.
المان خپلو وګړو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی
کابل کې د المان سفارت له خپلو ټولو وګړو غوښتنه کړې ده چې په موقت ډول له افغانستان څخه ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفارت نن دوشنبې د وري ۴ مه په اعلامیه کې له افغانستانه د الماني وګړو د وتلو لامل په دغه هېواد کې د کرونا ویروس احتمالي پراختیا بلل شوې ده.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کابل کې د امریکا سفارت هم له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان پرېږدي.

المان سفارت دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته پورته شوی او یو تن مړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزرات د اندېښنې تر څنګ خبرداری ورکړی، چې که حکومت او خلک د دوی سپارښتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي په دوه اونیو کې به د دې ناورغۍ د اخته کسانو شمېر زیات او انساني ناورین به رامنځ ته شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کابل کې د امریکا سفارت هم له خپلو وګړو غوښتي و، چې افغانستان پرېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي