۰
ټرمپ:

کانګرس دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د یو ټرېلیون ډالرو پلان تصویب کړي

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۳
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کانګرس فشار زیات کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د یو ټرېلیون ډالرو په ارزښت پلان تصویب کړي.
کانګرس دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د یو ټرېلیون ډالرو پلان تصویب کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کانګرس فشار زیات کړی، چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د یو ټرېلیون ډالرو په ارزښت پلان تصویب کړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې نوموړي هیله ښودلې، چې کانګرس به یې ډېر ژر دغه پلان ومني او په دې سره به د کرونا د مخینوي لپاره د امریکايي وګړو سره مرسته وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي، دوی په بېړه کار کوي، چې دغه بودجه تصویب شي او د امریکا زیار کښه او کورنیو ته پیسې ورکړي.
د هغه په وینا دا به کار به د کوچینیو کاروباریانو او اغېزمنو صنعتونو سره لویه مرسته وي.

راپورونه وايي، په دې پیسو کې هغه ۵۰۰ میلیارد ډالر هم چې په دوو پړاونو کې به د اپریل په شپږمه او د مۍ په اتلسمه امریکایانو ته ورکول کیږي او  نور ۳۰۰میلیارد ډالر به کوچنیو سوداګرو او ۵۰ میلیارد به زیانمنو شویو هوايي شرکتونو ته ورکول کیږي.

ویل کېږي کانګرس په دې خبرې هم روانې کړې، خو ځينې غړي د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي په اړه د ټرمپ د ادارې په دریځ او اقدام باندې نیوکه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تازه شمېرو له مخې کرونا ویروس له امله په امریکا تر دې دمه ۳۴۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۶زره نور پرې اخته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي