۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي پمپیو به د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له سیاسي سیال عبدالله عبدالله سره وګوري.

د راپورونو پر اساس کابل ته د پمپیو د سفر اصلي موخه دا ده، چې د فبرورۍ په ۲۹ مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې شوې هوکړې له ژغورلو سره مرسته وکړي.

که څه هم د پمپیو سفر د امریکا او طالبانو د موافقې له عملي کېدو سره تړلی بلل شوی، خو ګومان کېږي چې پامپیو به د بارک اوباما د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري رول لوبولو ته راغلی وي.

جان کیري په ۲۰۱۴ م کال کې هغه مهال چې د ټاکنو پر سر د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ سیاسي کړکېچ خورا زیات شوی راغلی او دواړه یې د ملي یووالي حکومت ته وهڅول.

اوس هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکنې ولسمشر غني ګټلې کمېسیون ګټونکی اعلان کړی، او د لوړې مراسم یې تر سره کړي، خو عبدالله عبدالله خپله ماته نه مي او ځان ته یې د ټول شموله حکومت ولسشمر ویلي دي او لوړه یې کړې ده.

که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر سیاسیونو هڅه وکړه، چې پر ټاکنو راولاړ شوی سیاسي کړکېچ حل کړي او د لوړې مراسم یو ځای تر سره شي، خو هڅو یې پایله ورنه کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي