۰
افغانستان:

دکرونا ۶ نورې مثبتې پېښې، په دې سره یې شمېر ۴۰ ته ورسېد

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۰
په افغانستان کې د کرونا ویروس شپږ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې او په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېده.
دکرونا ۶ نورې مثبتې پېښې، په دې سره یې شمېر ۴۰ ته ورسېد
په افغانستان کې د کرونا ویروس شپږ نورې مثبت پېښې هم ثبت شوې او په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت تاییدوي، چې د کرونا ویروس تازه شپږ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار وايي، له تازه ثبت شویو پېښو څخه درې بیا هم په هرات، دوه په فراه او یوه په بادغس ولایت کې ثبت شوې.

پرون د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز په خبري کنفرانس کې د کرونا ویروس د چټک خورېدو څخه اندښنه وشوده او ویې ویل، چې په دوه اونیو کې ښايي په کرونا د اخته کسان شمېر زیات شي.

نوموړي په دغه کنفرانس کې له حکومت څخه د هرات ښار د مکمل قرنطین او دغه راز په کابل ښار کې د ملي بسونو، هوټلونو او نورو رسمي او غیر رسمي غونډو او ځایونو د بندېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي فیروز و ویل، چې کابل کې هم دوه مثبت پېښې ثبت شوې او د دې ښار نفوس ته په کتو باید جدي تدابیر ونیول شي او خلک دې له زیات تګ راتګ څخه مخنیوی وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې په عامې روغتیا وزارت په وار وار له خلکو غوښتي، چې د ګڼې ګوڼۍ ځایونو ته ولاړ نه شي او ځان ترې وساتي خو په وینا یې خلک د روغتیا وزارت دغه سپارښتونو ته لا هم پام نه کوي، د نوي کال مېلې کوي، نو ځکه یې په اړه له دوی سره وېره زیاته ده.

د عامې روغتیا وزیر، له طالبانو او ټولو عامو خلکو وغوښتل، چې د کرونا د مخینوي په برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړی، او سپارښتنې یې عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي