۰

په لومړي ځل افغان حکومت او طالبانو خبرې وکړې

دوشنبه ۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۴
د افغان حکومت د تماس ډلې په لومړي ځل د طالب استازو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې اترې کړې دي.
په لومړي ځل افغان حکومت او طالبانو خبرې وکړې
د افغان حکومت د تماس ډلې په لومړي ځل د طالب استازو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه زمینه د امریکا او قطر حکومتونو برابره کړې وه او دواړو لورو د بندیانو په خوشي کېدو خبرې کړې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې دواړو خواو به دې ویډیويي کنفرانس کې دوه ساعته تخنیکي بحثونه وکړل او د بندیانو د خوشي کېدو په اړه یې خبرې وکړې.

خلیلزاد پرون یکشنبې د وري ۳ مه په خپل ټویټر کې لیکلي دي هاغسې چې د امریکا-طالبانو په تړون کې یادونه شوې د بندیانو پرېښودل د سولې په لورې یو مهم ګام دی.

دغه راز خلیلزاد ویلي دواړو خواو د تشدد کمولو، بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو او دایمي او هر اړخیز اوربند په اړه هم کلکې ژمنې وکړې، د دغه ویدیو کنفرانس دقیق وخت هم نه دی ښودل شوی.

هغه نه دي لیکلي چې په دغو خبرو کې د افغان حکومت استازي څوک او د طالبانو نمایندګي چا کوله.

خو ټینګار یې کړی، چې د کروناویروس چټکې خپرېدو او اساسي بشري علتونو ته په کتو د د بندیانو خوشې کېدل مهم دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وايي، په دې ویدیوکنفرانس کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او هراړخیز او دایمي اوربند خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا وايي چې دې ویدیوګنفرانس دوه نیم ساعته دوام وکړ.

دا د دواړو خواوو ترمنځ لومړنی تماس دی.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظرونه تبادله کړل څو د بندیانو خلاصون ته چاپېریال برابر شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ویدیوکنفرانس کې د امریکا د متحدو ایالتونو او قطر استازو هم ګډون درلود.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تماس ډلې څه موده مخکې په قطر کې څو اوونۍ تېرې کړې خو له طالبانو سره یې ونه کتلای شوای.

نننی ویدیوکنفرانس د بیم الافغاني خبرو د پیلېدو او د افغانستان د سولې لور ته یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې طالبانو له افغان حکومت سره د نه خبرو کولو خبره کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي